حقجو وايي ولسمشرد كتنې وخت ورنه كړ

له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې رييس قربان حقجو وايي د سوداګرې او صنايعو له وزارت سره د دغه ادارې يوځاى كيدل به د هيواد اقتصاد ته زيان واړوي، هغه چې د پانګونې د ملاتړ ادارې په اړه يې د ولسمشر تر پريكړې وروسته په لومړي ځل رسنيو ته خبرې كولې وويل كه د ( آيسا) د تيرو نهو مياشتو فعاليتونه د ولسمشر د قناعت وړنه و نو دى به يې ګوښه كړى واى .

له سوداګرې وزارت سره د ( آيسا)  د ادغام په اړه پريكړه د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ په اقتصادي غونډه كې وشوه. حقجو چې په دغه غونډه كې و وايي ولسمشر ده ته د خبرو هيڅ اجازه ورنه كړه .

هغه وايي ولسمشر بايد د دغه ادارې د تيرو نهو مياشتو كارونه ارزولي واى ځكه په كارونو كې يې د پام وړ ښه والى راغلى دى. هغه وايي له كله چې د دغه ادارې د رييس په توګه ګومارل شوى څو ځلې يې هڅه كړې او له ولسمشر سره يې د كتنې غوښتنه كړې ، خو دا اجازه ورته نه ده وركړل شوې.

په همدې وخت كې د سوداګرې او صنايعو وزارت د ولسمشر دا پريكړه يوه ښه ګام ګڼي او هركلى يې كوي. د دغه وزارت مرستيال عبدالباري رحمان وايي د سوداګرې وزارت په هغه وخت كې چې دا اداره جوړه شوه ظرفيت نه درلود او اوس كافي ظرفيت لري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.