د افغانستان د حراست او ثبات شورا وايي چې د راتلونکي کال د وږي مياشتې په وروستیو کې د ملي یوالي حکومت سیاسي هوکړه پای ته رسیږي او د غزیدو یا تمدید وړ نه ده.
د دغه شورا غړي عبدرب رسول سیاف حکومت ته خبردارى وركړى چې که له هیواد څخه د دفاع لپاره مجاهدینو ته اجازه ورنکړي خلک به ژر لاس په کار شي.
عبدالرب رسول سياف چې د شوري ځواكونو د وتلو د كليزې په مراسمو كې يې خبرې كولې یو ځل بیا په حکومت غږ وکړ چې له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره مجاهدینو ته اجازه ورکړي.
سیاف وویل چې حکومت په دې برخه کې په لانجه کې راګیر شوی دی.
نوموړي وويل چې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره یې طرحه جوړه کړې او ډير ژر به یې له حکومت، نړیوالې ټولنې او خلکو سره شریکه کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې عبدرب رسول سیاف د ملي یوالي حکومت نيوكې كوي.
تر دې د مخه هم نوموړي غوښتنه کړې وه چې په وینا یې (مجاهدین) تیار دي چې له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي او حکومت باید ورته زمینه برابره کړي.
Leave a Reply