حكومت د لويې جرګې د جوړولو تابيا نه لري

د حراست او ثبات شوراد افغانستان د ملي يوالي حكومت اجرايي رياست وايي د پارلماني او ولسواليو شوراګانو ترټاكنو مخكې به هيڅ لويه جرګه را ونه غواړي. د بيلابيلو ډلو او سياستوالو له خوا په حكومت فشارونه ډير شوي چې لويه جرګه راوغواړي.

د اجرايي ریاست ویاند ټينګار کوي چې حکومت د لویې جرګې را غوښتلو ته ژمن دی، خو د ملي یوالي د حکومت د هوکړې له مخې لومړی باید په ټاکنیز نظام کې ژور بدلونونه رامنځ ته شي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاويد فيصل وايي دا مسئله د ملي یوالي د حکومت په سیاسي هوکړه کې روښانه ده.

هغه وايي: (د ملي يووالي په سياسي هوكړه كې دا مسله روښانه ده چې په ټاكنيز نظام كې تر اصلاحاتو مخكې لويه جرګه نه راغوښتل كيږي او لومړى بايد پارلماني او د ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره شي.)

د حراست او ثبات شورا چې له ملي يووالي حكومت يې څوځلې د لويې جرګې د رابللو غوښتنه كړې وايي  چې حكومت هسې وخت اړوي. د دغه شورا غړي وايي د ټاکنو لپاره اعلام شوې نیټه د ټاکنو کیدل ناشوني دي او حکومت به د لویې جرګې د را بللو فرصت هم له لاسه ورکړي.

د دغه شورا غړي وايي: (حكومت د ټاكنو د ترسره كيدو په اړه يو غير عملي نيټه ټاكلې او دا به ددې لامل شي چې حكومت د لويې جرګې د جوړولو فرصت هم له لاسه وركړي.)

د ملي يوالي حكومت په هوكړه ليك كې ويل شوي چې حكومت بايد لويه جرګه را وغواړي او په اساسي قانون كې د لومړي وزارت له پاره تعديل راوستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.