حكومت د ټاكنو په قانون كې له تعديل په شا شو

یوسف نورستانید ملي يووالي حكومت د ټاكنيزو اصلاحاتو په برخه كې له ځينو پريكړو په شا شوى دى. د افغانستان د ملي شورا سرچينې وايي د ټاكنو په اړه د ولسمشر په نوي فرمان كې چې تراوسه نه دى صادر شوى د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو، تشکیلاتو او واکونو د قوانینو تعدیل شامل دي او د ټاكنو د قانون د تعديل په اړه څه په كې نشته. دا سرچينه وايي  د دغه فرمان له مخې د  كميشنرانو دغوراوي مخكينى كميټه به كار پيل كړي او اوسنى به لغوه شي.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایی د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو، واکونو او تشکیلاتو په قانون کې د تعدیل په تړاو د ولسمشر له فرمان وروسته به د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ډېر غړي له خپلو دندو لرې او ځینې به د سفیرانو په توګه وټاکل شي.

ارګد ولسي جرګې دوهم مرستيال نذير احمدزى وايي د دغه فرمان له مخې به چې په پام كې ده ملي شورا ته هم واستول شي د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كميشنرانو د غوراوي اوسنى كميټه لغوه او پخوانى هغه به كار پيل كړي.

د ملي شورا يو شمير غړي د دې كار لامل دا ګڼي چې ملي شورا په خپل وروستي كاري كال كې نه شي كولاى په قوانينو كې بدلون راولي نو له دې امله د ټاكنو د قانون له تعديل څخه ډډه شوې ده.

دا په داسې حال كې ده چې چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس ټینګار کوي چې راتلونکې ټاکنې به دوى د قانون له مخې ترسره كړي او نيټه يې هم مخكې اعلان كړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.