حماس د خپل سیاسي دفتر له پاره نوی مشر وټاکه

اسماعيل هنيه وروسته له هغه د حماس غورځنگ د مشر په توگه د خالد مشعل ځاى ناستى شو چې نوموړي د خپلې مشرۍ دويمه او وروستۍ دوره پاى ته ورسوله.
ښاغلى هنيه په داسې مهال کې د حماس مشر ټاکل شوى چې دغه غورځنگ هڅه کوي ځان له نړېوال گوښيتوبه وباسي.
حماس د روانې اوونۍ په لومړيو کې خپله نوې تگلاره هم اعلان کړه چې په ١٩٨٨ م کال کې د دغه غورځنگ له رامنځته کېدو راهيسې لومړۍ هغه وه. په نوې تگلاره کې حماس له اخوان المسلمين سره اړيکي پرې کړې او په مشروط ډول يې د دوو دولتونو حل لاره هم منلې او وايي مبارزه يې د يهودو په خلاف نه بلکې د صهيونيستي نيواک گرو پر وړاندې ده. خو د اسراييلو پر رسميت نه پېژندلو يې ټينگار کړى.
اسماعيل هنيه د غزې تراډې اصلي اوسېدونکى دى او په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې هم همالته پاتې شوى، نو له دې امله د ټولو ډلو ټپلو او د خپل گوند پر ټولو پاړکيو ډېر اغېز لري.
د حماس غورځنګ داخلي لایحو له مخې خالد مشعل چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې د دغه غورځنګ مشري کوي، د بیا نوماندېدو مخه نیول شوې
د منځني ختيځ په چارو کې د بي بي سي خبريال واېر دېوس وايي ٥٩ کلن اسماعيل هنيه يو پرگمتيک يا واقعيت پال مشر دى نو ټاکنه يې ښايي له نورو عربي هېوادونو سره د اړيکو په رغولو کې اغېزمنه پرېوځي.
دی وایې: “زما په اند د منځني ختيځ د چارو ډېرى څارونکي د هغه پرگمتيزم يا واقعيت پالنې ته گوري. حماس وار له مخه له اخوان المسلمين سره اړيکي پرې کړي او هڅه کوي په بهر کې خپل دريځ ځواکمن کړي او اسماعيل هنيه ښايي په دې وتوانېږي. هغه ډېر پرگمتيک کس دى خو نه آزاد خياله.”
د اورپکو د توغنديزو بريدونو د مخنيوي لپاره غزه تراډه له شا و خوا يوې لسيزې راهيسې د مصر او اسراييلو له لوري کلابنده ده چې اقتصاد ته يې سخت زيان اوښتى او نژدې دوه ميليون اوسېدونکي يې په ورځني ډول له سختيو سره لاس او گريوان دي.
خو د حماس په تگلاره کې له راغلو بدلونونو سره دغه ډله لا هم د اسراييلو، امريکا، بريتانيا، اروپا او ځينو نورو هېوادونو له لوري يو ترهگر غورځنگ پېژندل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.