حمدالله محب ازبکستان ته تللی دی

حمدالله محب ازبکستان ته تللی دی

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی دی

 

له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی محب به له لوړ پوړو ازبکستاني چارواکو سره له ترهګرۍ مشترکې مبارزې، د پولو امنیت، دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا او یو شمېر نورو مسایلو بحث وکړي.

 

خبرپاڼه کې نه دي راغلي چې محب په څو ورځیني سفر تللی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.