حمدالله محب نیویارک ته تللی دی

حمدالله محب نیویارک ته تللی دی

 

د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د ګډون په هدف تللی دی نیویارک ته

 

ملي امنیت شورا وايي، ښاغلی محب به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وینا کوي او تر څنګ به یې د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې بهیر او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

 

د ملګرو ملتونو د امنت شورا غونډه کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو لوړ پوړي امنیتي مسوولین او چارواکي برخه اخلي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.