محب: د خالد په ټاکلو د دښمن سپينې تښتېدلي

محب: د خالد په ټاکلو د دښمن سپينې تښتېدلي

 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملي دفاع وزارت کار کوونکو ته د اسدالله خالد د معرفۍ مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د افغان سرتېرو په وینو معامله به معامله نه کېږي او ترهګر چې له هرې خوا حمایه کېږي، مونږ يې ځپو.

محب وویل، هغوی چې نظام ته ګواښ پېښوي، په ټول طاقت به یې مخه ونیسو

د ملي امنیت سلاکار وايي، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه د اسدالله خالد ټاکلو د افغانستان د دښمنانو سپینې تښتولي دي

محب په ټینګار سره وویل، چې په هېواد کې د شته سیاسي مخالفتونو ور هاخوا، اوس زمونږ لپاره د جګړې مدیریت زیات مهم دی

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د دښمنانو پر ضد مو د قوې استعمال مشروع حق دی

محب وايي، د ښه او بد ترهګر تر منځ مو توپیر نه دی کړی، ښه ترهګر ته مو د سولې غږ کړی او بد مو ځپلی دی، اوس نو د ښه او بد دښمن ترمنځ هم توپیر نه کوو، دښمن به هم ځپل کېږي

د ملي امنیت سلاکار وايي، چې دښمن باید د زور له لارې سولې ته اړ کړای شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.