حکمتیار د ولسواکۍ مهم اصل تجربه کوي

حکمتیار د ولسواکۍ مهم اصل تجربه کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه.

حکمتیار که څه هم په حکومت تُندې نیوکې وکړې، خو بیا يې هم ټینګار وکړ چې ولسشمرۍ ته نوماند دی او غواړي له سیاسي لارې خپله بریا یقیني کړي.

حکمتیار ویلي، صدارتي نظام نه غواړي او که راتلونکو ټاکنو کې څوک بریا ته رسېږي، نور يې باید په  ورین تندي  ومني.

له کورنیو جګړو وروسته، دا لومړی ځل دی چې حکمتیار د سیاست ډګر ته راځي او غواړي د ولس په رایه ځان یو ځای ته ورسوي.

فضل الهادي وزین د ګلبدین حکمتیار لومړي مرستیال او قاضي حفیظ الرحمان نقي د دویم مرستیال په توګه د هغه په ټاکنیز ټکټ کې حضور لري.

د حکومت پر ضد د حکمتیار د جګړې یو مهم اړخ ټاکنې وې، چې هغه یې تل د نه منلو خبره کوله.

تر دې دمه، عبدالطیف پدرام، حکمیم تورسن، سیدنور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا، حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار  او احمد ولي مسعود د راتلوونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم‎لیکنه کړې ده.

تازه ویل کېږي چې جمعیت ګوند هم په اجراییه رییس عبدالله عبدالله سلا شوی دی او هغه یې خپل نوماند ټاکلی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.