حکمتیار: د پاکستان مخالفین بې شعوره دي

حکمتیار: د پاکستان مخالفین بې شعوره دي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي: هغه کسان چې د هند ــ پاکستان جګړه کې د پاکستان خلاف شعارونه ورکوي، سېکولر او بې شعوره  دي.

 

حکمتیار ویلي: افغانان باید د هند ـ پاکستان جګړه کې بې طرفي غوره کړي، ځکه دا یې په ګټه ده.

 

د حزب  اسلامي مشر چې تل یې د افغانانو د غوښتنو خلاف د پاکستان په ننګه شعارونه ورکړي، تازه یې په یوه اعلامیه کې ویلي هند پښتون ژغورنې غورځنګ او ځینې نور تحریکونه د پاکستان خلاف کاروي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان ته دې څوک جګړې نه راستوي.

 

هغه دا هم ویلي چې د هند او پاکستان جګړې به افغانستان وران کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.