حکمتیار: چاته د امنیتي بنسټونو د ویجاړۍ اجازه نه ورکوو

حکمتیار: چاته د امنیتي بنسټونو د ویجاړۍ اجازه نه ورکوو

 

د حکمتیار له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګلبدین حکمتیار د سولې بهیر ته هیله مند دی، خو د سولې خبرو جریان کې د طالب مشرانو غیر مسوولانه څرګندونې چې کړې يې دي، هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.

حکمتیار ویلي: د سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې بین الافغاني وي

د حکمتیار په خبره، د سولې بهیر باید په هېواد کې د سولې تامین لامل وګرځي، نه د بې اتفاقۍ

د حزب اسلامي مشر خبرداری ورکړی چې دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې د سولې په نوم له استفادې هېواد کې غیر مشروع نظام رامنځته کړي.

د هغه په وینا، تحمیل شوې او تش په نوم سوله به هېڅ افغان ته د منلو وړ نه وي.

ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی چې د سولې برخه کې د امریکا د وروستیو هڅو قدر داني کوي او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل تاییدوي؛ خو بهرنیان باید لکه د شوروي ځواکونو په څېر ونه ځي چې یوه اوږده جګړه او ناخوالې يې شاته پرېښودې.

د هغه په خبره، امریکايي ځواکونه باید د یو توافق او اساسي مهالوېش په اساس ووځي.

حکمتیار راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم اشاره کړې او ویلي چې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې باید په رڼې ترسره شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.