حکمتیار: که طالبان له امریکا سره توافق هم وکړي، جګړه به ختمه نه شي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که وسله وال طالبان له امریکا سره د سولې بهیر کې توافق هم وکړي، روانه جګړه به پای ونه مومي. حکمتیار د پاکستان له خیبر ټلوېزیون سره تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو او امریکا توافق به هېڅکله مشکل حل نه کړي. د حکمتیار په خبره، که طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي او سوله ییز ژوند ولري، باید د حزب اسلامي په څېر روانې کشالې ته یو بین الافغاني حل ولټوي. هغه ټینګار کړی، پاکستان اوس درک کړي چې باید د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. د حزب اسلامي مشر ویلي له افغانستان وروسته چې زیات زیان ورته رسېدلی، هغه پاکستان دی او دغه هېواد به د افغان سولې له بهیر سره رښتینې مرسته وکړي.
Leave a Reply