حکمتیار: ۴ لسیزې جګړه کفایت کوي، نور باید وینه توی نه شي

حکمتیار: ۴ لسیزې جګړه کفایت کوي، نور باید وینه توی نه شي

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: د حزب اسلامي مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار په خپلو تېرو جګړو پښېماني څرګنده کړې ده.

هغه چې نن يې یوې غونډې ته وینا کول ویلي:

” مونږ د مثبت او رغنده بدلون کلک هوډ کړی او سالم رقابت به کوو، تېرې تجربې بیا بیا تکرار نه کړو، صادقانه تصمیم نیسو چې دا ملت له دې بد وضعیت څخه وباسو.

نور نه باید د افغان وینه توی شي، دا څلور لسیزې جګړې کفایت کوي، راځئ چې دا جګړه پای ته ورسوو، ژمنه به کوئ چې له ټاکنو پرته به بله لار واک ته د رسیدو لپاره نه غوره کوو. “

 حکمتیار نیوکه کړې چې یو شمېر ټاکنیزې ډلې له کمپاین وړاندې سره وېشل شوې دي.

هغه څرګنده کړې:

” ځینې ټيمونه واک ته له رسیدو وړاندې سره وران دي، نو بیا دوی څنګه کولی شي چې خلکو ته سم خدمات وړاندې کړي، یوه میاشت وړاندې تعهد کوي او یوه میاشت وروسته په تعاهد سره ورانیږي.

هغوی چې د واک تندې لپاره ایتلافونه جوړوي، واک به یې د بهرنیانو وي ، ځکه دوی خپلو کې هیڅکله نه جوړیږي او بیا مجبور کیږي چې منځګړتوب یې بهرنیان وکړي. “

حکمتیار یو شمېر خلک تورن کړي چې د کابل په ورانیو کې لاس لري.

نوموړي ټینګار کړی چې:

 ” یو ځواکمن حزب کولی شي یو هېواد اداره کړي، ایتلافونه دلته پایله نه ورکوي او هر ځل یې ګډوډي کړې او یو بل یې وژلي دي، د بل په دستور.

د جبل السراج ایتلاف مو یاد دی چې کابل ته په رارسیدو یې د یو بل وژنو ته بډې ووهلې، د کابل ښار ډيرې سیمې وراني او ویجاړې شوې چې نښې یې اوس هم شته. “

حکمتیار همدا راز ویلي چې ټاکنې دې ترسره شي

Leave a Reply

Your email address will not be published.