حکومت ته د حزب اسلامی خبرداری

قطب الدین هلالد حرکت ګوند مشر د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي. د دغه ګوند مشر سید حسین انوري په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اسلامی حزب د شوراګانو رییس قطب الدین هلال په شمول   یو شمیر نور مجاهدین هم په کې راټول شوي وو وویل د حکومت مشرانو د ټاکنو د کمپاین پروخت له خلکو سره هغه ژمنې له یاده ایستلې چې کړې یې وې.

سید حسین انوري وايی: «په تیر کې چې څه شوي هغه اوس شوي خو راتلونکې ته باید پاملرنه وشي ، خلک پرحکومت بې باوره شوي دي او هیلې په ناهیلو اوښتې. »

د حرکت ګوند دغه مشر په خپلو پلویانو غږ وکړ چې د داعش مقابلې ته چمتو شي. دا غونډه خاتم النبیین په مدرسه کې جوړه شوې وه هلته چې د ایران ستر متحد افغان سید آصف محسني دیره دی.

د حرکت ګوند مشر د سولې شورا نوي رییس ته هم سپارښتنه وکړه چې خپلو خبرو ته پام وساتي ، ښایي د دغه موخه د سولې شورا د نوي رییس پیر سید احمد ګیلاني وروستې څرګندونې وي چې ویلي یې و له ‌‌طالبانو سره یې جګړه سمه نه وه بللې.

په دې غونډه کې د ولسمشرې د ټاکنو پخواني نوماند اود حزب اسلامي د شوراګانو رییس  قطب الدین هلال هم حکومت ته خبرداری ورکړ چې دوی دې نه اړباسي چې د حکومت پروړاندې کومه پریکړه وکړي.

د حزب اسلامي د شوراګانو رییس  وایی: «مجاهدین د حکومت خلاف نه دي خو که مو د صبر کاسه ډکه شوه بیا د فرمان په کیسه کې نه یو.»

د حرکت اسلامي ګوند د ۱۳۵۷ کال د وري په میاشت کې په قم کې د محمد آصف محسني په مشرۍ د میشتو افغان روحانیونو لخوا  جوړ شو، خو  څو کاله کیږي چې محسني د دغه ګوند له مشري لرې شوی او اوس یې مشري سید حسین انوري په غاړه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.