حیدري: تېرو لسو میاشتو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو

حیدري: تېرو لسو میاشتو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو

 

د کابل والي محمد یعقوب حیدري ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهېسې کابل ښار او ولسوالیو کې زیات عملیات ترسره کړي دي.

د حیدري په وینا، د امنیتي ځواکونو د هڅو او زیار په پایله کې ۳۷ طالبان، ۳۸ داعشیان او ۲۰ تنه د حقاني شبکې غړي نیول شوي دي او په همدې موده کې څه باندې ۵۹۸ کیلو ګرامه نشه یي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.

هغه ټینګار کړی، چې په تېرو لسو میاشتو کې د ۳۵ زره جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی شوی دی او د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو په موخه مو په روان کال کې ۱۳۵ پراختیایي پروژې په بریالیتوب سره بشپړې شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.