خالد بروکسل ته تللی دی

خالد بروکسل ته تللی دی

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په هدف بروکسل ته رسېدلی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي چې اسدالهل خالد به د ناټو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان استازیتوب کوي.

د احمدزي په وینا، خالد به د ناټو له غړیو هېوادونو وغواړي چې له افغان ځواکونو سره خپلې ژمنې تازه کړي.

ټاکل شوې ده چې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد به د ناټو سازمان د غړیو هېوادونو له یو شمېر وزیرانو سره غونډه هم ولري.

تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ویلي وو، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د ناټو په دې غونډه کې به بحث هم ورباندې وشي

Leave a Reply

Your email address will not be published.