خالد: د پوځ د شهید شویو سرتېرو له کورنیو سره نغدي مرستې کېږي

خالد: د پوځ د شهید شویو سرتېرو له کورنیو سره نغدي مرستې کېږي

د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد نن د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د زيات شمېر شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو سره به نغدي مرسته وکړي.

 

اسدالله خالد په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د روژې مياشتې په برکت دوی د خپلو شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو سره نغدي مرسته کوي او دا يې خپل مسوليت وګاڼه، چې د هغه چا د کورنۍ په غم کې اوسي، چې د دې هيواد په دفاع کې يې ځان شهيد کړی دی.

 

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد وويل، له ده مخکې به د روژې په مياشتو کې وزيرانو له بېلابېلو سيمو څخه د شهيدو شويو سرتېرو له کورنيو څخه۲۵ تنه روژه ماتي ته ورغوښتل او ۲۰۰ کورنيو سره به د يوه اندازه خوراکي توکو مرسته کوله، چې د ده په خبره دا ډېره کمه اندازه او بساينده نه وه.

 

ښاغلي اسدالله خالد وويل ( موږ د خپل مسوليت له مخې دغه تعداد ۲۳۰۰۰ درويشت زره کورنيو ته ورساوه او په دغه روژه کې به په عاجل ډول ټولو ذکر شويو کورنيو ته په نغدي ډول ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ د اکونټونو له لارې ورجمع کړو)

 

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد ژمنتيا څرګنده کړه، چې د خپلو شهيدو شويو او په ليکو کې د شته سرتېرو حقونو په رسولو کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او اداره يې مکلف کړه، چې په خپل وخت د سرتېرو کورنيو ته د هغوی سره شوې مرستې ورسوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.