خالد: طالبانو غوښتل سږ کال درېیو ولایتونو ته سقوط کړي، خو ناکام شول

خالد: طالبانو غوښتل سږ کال درېیو ولایتونو ته سقوط کړي، خو ناکام شول

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران چې نن د مشرانو جرګې فوق العاده غونډې ته ور غوښتل شوي وو ویلي سږ کال یې طالبان نه دي پریښي چې خپلو موخو ته ورسېږي.

اسدالله خالد ویلي “” طالبانو په ټول قوت غوښتل چې کندز، غزني او ارزګان ولایتونه سقوط کړي او د قطر په ناستوکې برلاسي اوسي اما هغوی ته سختې ضربې ورسیدې او ملي امنیتي ځواکونو تعرضي عملیاتو شدت واخیست.

خالد همدا راز وروستیو عملیاتو کي ملکي تلفات هم رد کړي دي.

د هغه په خبره “” په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې اوازې خپرې شوې چې ګواکې د هوايي عملیاتو پر مهال میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په داسې حال کې چې کره څیړنو وښوده چې پکې دښمن ته سخت زیان رسیدلی او ملکي تلفات مو نه لرل. امنیتي ځواکونه د دښمن د موخه ګرځولو لپاره منظم پلانونه لري او په دې کې د کومانډو ځواکونو رول لوړ او برجسته دی او هم یې وویل چې بادغیس کې د کومانډو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څېړنې دوام لري ترڅو عوامل یې په ګوته او د هغې په رڼا کې پریکړه وشي.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي هم  ویلي چې طالبان يې سږ کال مات کړي دي.

اندرباي ویلي “”  طالبانو ته سږ کال سخت تلفات اوښتي، ددې ډلې الفتح عملیات ناکامۍ سره مخ شوي دي، کورنیو چارو وزارت کې مو اصلاحات راوستي دي.””

Leave a Reply

Your email address will not be published.