خالد: له طالبانو سره سوله باید د بلې جګړې پیل نه وي

خالد: له طالبانو سره سوله باید د بلې جګړې پیل نه وي

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د سولې له هڅو ملاتړ کوي، خو له طالبانو سره باید داسې سوله  ونه شي چې بلې جګړې ته زمینه برابره کړي.

 

خالد ټینګار کړی چې سوله باید د تسلیمۍ په مانا نه وي؛ خو په دې برخه کې زمونږ غېږ پرانیستې ده.

 

اسدالله خالد ټينګار کوي چې پر طالبانو به پوځي فشارونه تر هغه دوام وکړي، تر کومه چې دا ډله د سولې د خبرو مېز ته کېني.

 

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د طالبانو الفتح عملیاتو هېڅ لاس‌ته راوړنه نه درلوده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.