خالد پاکستان ته: افغانان به کله هم ستا نوکري ونه کړي

خالد پاکستان ته: افغانان به کله هم ستا نوکري ونه کړي

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان حکومت رښتینې سولې ته لبیک وايي خو جګړه به هم په زغرده مخ ته وړي.

 

خالد چې نن يې د یو شمېر سرتېرو د فراغت مراسمو کې وینا کوله پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان د اردو منحل کېدو خوبونه دې له سر وباسي، ځکه افغانان بیا ځل نه تېروځي.

 

ښاغلي خالد له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو راپورنو ته په اشارې وویل، افغان حکومت له نړۍ سره د دوستۍ اړیکې لري او که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي هم، افغان سرتېري ددې وړتیا لري چې خپله خاوره د سرپه بیه وساتي.

 

د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل: پاکستان غواړي د نړۍ نوکري وکړي؛ خو تر څنګ يې په دې هڅه کې دی چې افغانان بیا د دوی نوکران و اوسي.

 

هغه زیاته کړه، چې پاکستان غواړي د تېر په څېر د افغان ځواکونو ټول وسایل بیا تر لاسه کړي؛ خو په وینا يې چې دوی به اجازه ورنه کړي.

 

اسدالله خالد فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې  وویل، واسطو او وکیلانو پسې مه ګرّځئ، په خپلې وړتیا او مټو رتبې تر لاسه کړئ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.