خالد: له دې وروسته یې سر وهو؛ سنګر ترې نیسو

خالد: له دې وروسته یې سر وهو؛ سنګر ترې نیسو

 

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله شعار چې سر ورکوو سنګر نه ورکوو، بدل شو او له دې وروسته به سرتېري یوازې دا وای ” سر وهو سنګر نیسو “.

خالد وايي، په دفاع وزارت کې ورته قوم، سمت او ژبه ارزښت نه، بلکې هغه څه چې ورته ارزښت لري، هغه د لوی افغانستان نقشه ده

اسدالله خالد چې په دفاع وزارت کې يې د خپل کار لومړۍ و رځ  وه، افغان سرتېرو ته د مخالفینو پر ضد د ځپونکو بریدنو امر ورکړ.

خالد وايي، له روان وضعیت نور خلاص په کار دی، دښمن به پر خپل ځای کې له منځه وړل کېږي او له دفاعي حالت به یرغلیز ته ننوځو.

د ملي دفاع نوی سرپرست وزیر وايي، د هېواد په هره سیمه کې به د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د سرتېري له وضعیت به ځان خبروي

خالد ټینګار وکړ چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د ټپي سرتېري پوښتنه به کوم او د ژغورنې لپاره به يې ټول دفاع وزارت په حرکت راولم.

د ملي دفاع وزیر وايي، د سولې پلوي او ننګه کوي، خو هغه سوله چې د افغانانو په مشرۍ وي او مالکیت یې له دوی سره وي

هغه وویل، امریکایان به له افغان سرتېرو سره مرسته کوي او روزنه به يې کوي؛ خو د پرېکړې حق یوازې زمونږ دی او بس

Leave a Reply

Your email address will not be published.