خان: د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د چا ننګه نه کوو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له یو شمېر افغان سیاستوالو سره کتلي دي. عمران خان افغان سیاستوالو ته په خطاب کې ویلي چې دی نه غواړي د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د چا پلوي وکړي، بلکې بې پرې به پاتې کېږي. د عمران خان په وینا، دوی به هېڅکله تېرې ترخې تجربې بیا تکرار نه کړي. د پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی چې افغانان باید خپل برخه لیک په خپله وټاکي.
Leave a Reply