خان: د طالبانو راغونډول هغومره اسانه کار نه دی

خان: د طالبانو راغونډول هغومره اسانه کار نه دی

د پاکستان ‘ده نیوز’ د پاکستاني صدراعظم عمران خان په حواله راپور ورکوي چی خبرو ته د طالبانو راغونډول دومره اسانه نه دي.

عمران خان پاکستان ته د تګ څخه یو څو ساعته وړاندې د امریکا له یو شمېر سناټورانو سره وکتل او دوی ته يې ډاډ ورکړ چې پاکستان به په افغانستان کې د سیاسي حل ګډو موخو اړوند خپل رول لوبوي.

هغه وویل چې دی به خپله ټوله هڅه وکړي چې طالبان د مذاکرې مېز ته راولي او پدې برخه کې ستر پرمختګونه شوي دي. خو هغه وویل چې دا چاره دومره آسانه هم نه ده. د پوځ او امنیتي ځواکونو په ګډون ټول هېواد هڅهڅه کوي چې د افغان شخړې سوله ایز حل اړوند د ګډو موخو لپاره یوځای کار وکړي.

پدې غونډه کې د امریکا د کانګړړرس لاندې غړو ګډون درلود: ګاري پيټرس، شېراډ براوون، کرېس وان، جېم بانکز، توماس سوزۍ او نور.

Leave a Reply

Your email address will not be published.