خان: د پاکستان په لاس جوړې شوې افغان وسله والې ډلې نور نه کاروو

خان: د پاکستان په لاس جوړې شوې افغان وسله والې ډلې نور نه کاروو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: اړتیا نشته چې نور د پاکستان په لاس جوړې شوې وسل والې ډلې وکارول شي.

 

هغه چې تېره ورځ يې له خبریالانو سره غونډه درلوده ویلي، هېڅکله به د خپل هېواد د ګټو په خاطر بهرني فشار ته تسلیم نه شي او نه به دې ته اجازه ورکړي چې په خپله خاوره کې يې ترهګریزې ډلې خوځښت ولري.

 

عمران خان نه ده څرګنده کړې چې کومې افغان وسله والې ډلې یادوي.

 

خو باور دا دی چې د پخوانیو مجاهدینو سربېره طالبان هم د پاکستان له بشپړ ملاتړ برخمن دي او دلته هره ورځ د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

 

عمران خان د افغان سولې په جریان کې تر اوسه دوه ځله افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدوغوښتنه کړې ده.

 

هغه غوښتنه چې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوه، افغان سفیر يې را وغوښت او د پاکستان سفارت چارواکي يې کابل کې احضار کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.