خان: هڅه کوم طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوم

خان: هڅه کوم طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوم

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واشنګټن د سولې انسیتیټوټ کې د خپلې وینا پر مهال ډاډ ورکړی  دی چې هڅه کوي طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېنوي.

عمران خان ویلي، د نورو سیاست والو برعکس دی تل په دې باور و چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او له همدې کبله ده د طالبانو ترمنځ هم محبوبیت درلود.

هغه تور پورې کړی دی چې د افغانستان ګاونډیان دغه هېواد کې د سولې پلوي نه کوي، خو د کوم هېواد نوم يې نه دی اخېستی.

یوه پخواني پاکستاني ديپلومات هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان غواړي خپلې موخې تعقیب کړي او ددغه هېواد استخباراتي اداره لا هم د طالبانو ملاتړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.