خلک د چا ومني ؟

غنی عبداللهپه دې ورځو کې د حکومت د دوو غبرګونو (غنی عبدالله) ښه وضعه چاغه ده ځکه چې بهرنی سفرونه دي او کنفرانسونه هرڅه چی په زړه او په خوله ورشي وایی یې، کله کله خو د خبریالانو په یوه نیمه پوښتنه غوصه هم کوي.

هغه  وایی چې افغانستان باید په سیمه کې خپل موقعیت ته په پام سره له ګاونډیو هېوادونو سره پراخې اقتصادي اړیکې ولري، وایی چې د  منځنۍ آسیا څو هېوادونو ته د ده وروستي سفرونه د همدې هدف لپاره وو.

د هغه د څرګندونو له مخې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د ترکمنستان له خاورې افغانستان ته د اورګاډي غځیدلې پټلۍ د فاریاب آقینې بندر ته را ورسیږي چې له دې لارې مونږ کولی شو اروپایی بازارونو ته لاس رسی پیدا کړو.

ولسمشر وایی: د راتلونکي کال په لومړیو کې به له ترکمنستان څخه د  وارداتي تیلو پایپ لاین هم آقینې ته را ورسیږي، چې په دې سره به افغانستان په آسانۍ سره د خپلې اړتیا وړ تېل تر لاسه کړي. ولسمشر وایی، د خلیج عربي هېوادونو ته یې هم د هند په مرسته د لاس رسي هڅې پیل کړي دي.

ولسمشر د کار له پیل را هیسې یوازې له تیوری پلوه د مسایلو په اړه فکر کوي، نو ځکه د ده په اند د افغانستان ټولې ستونزې حل شوې دي.  که رښتیا هم ولسمشر غني په دې وتوانیژي چې د افغانستان له پاره د پاکستان بدیل لاره ومومي نو دا به یو لوی کار وي چې کوي یې او که هسې دکاغذ پرمخ خبرې او ‌‌طرحې وي نو  د خلکو د ذهنونو له بوخت ساتلو پرته بل څه نه شی ترې حاصلېدای.

په تیرو کلونو کې هم خلک په دې ډول خبرو تیر ایستل شول، په هیواد کې د لویو لویو پروژو د پلی کیدو غورې کیدې، د مس عینک پروژه چینایانو ته ورکړل شوه، د حاجیګک کان هندیانو ترلاسه کړ، د سمنتو تړون هم وشو.  څو بندونه هم جوړیژي حکومت په جامو کې نه ځایده خلک هم خوښ وو خو خبر نه وو چې دا هم کمپاین دی او حکومت هسې ورځې اړوي.

د عینک د مسو عملي کارونه  اوس هم نه دي پیل شوي، د حاجیګک کان تړون خو ظاهرا د سیاسی لوبو قرباني شو خو په حقیقت کې هیڅ تړون نه و شوی، د حلقوي سړک قرادادیان اروپا ته وتښتیدل  او د  شاه او عروس د بند په شان د ځینو پروژو خو هیڅ مالي تضمین هم نه و. څوارلس کاله تیرشول خو هیڅ ونه  شول، اوس هم حکومت دا غورې کوي، د تاپی پروژه عملي کیژی او دا ګټې لري، کاسا زر پروژه افغانستان له پاره دومره عواید لري، ریل پټلې جوړیژي او ……  خو بل خوا ډیر خلک او په تیره بیا د اوسني حکومت منتقدین وایی افغانستان له خورا نازک پړاو کې دی، حکومت هم په سیاسی لحاظ له ماتې سره مخ دی او هم د خلکو په ذهنونو کې ، د سیاسی اصلاحاتو په نامه صادر شوی فرمانونه یې ټول د ولسی جرګې له خوا ردشول او په دې اړه یې ټول اقدامات له قانون سره په ټکر کې بلل کیژي .

انوارالحق احديد افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي وایی حکومت او ولسمشر خلکو ته درواغ وایي، افغانستان له ناوړه اقتصادي او سیاسي حالت سره مخ دی، اقتصادی وده مخ په څوړ ده، سیاسی او اقتصادی ثبات له ماتې سره مخ دی، د وزګارتیا کچه ورځ تربلې لوړوالی مومي، خو حکومت یې د مخنیوي په اړه هیځ عملی ‌‌‌طرحه او تګلاره نه لري.

هغه چې د طالبانو له ماتې وروسته د جوړ شوی نظام له سرلارو څخه دی له ولسمشر غنی غواړي چې استعفا ورکړي او ټاکنو ته لاره هواره کړي، احدي وایی اوسنی حکومت هیځ مشروعیت نه لري او که دوی وجدان ته مراجعه وکړي نو ښه به وګڼی چې نور حکومت پریژدي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.