خلیلزاد: افغانستان کې مې تر ټولو آغېزمن سفر پای ته ورساوه

خلیلزاد: افغانستان کې مې تر ټولو آغېزمن سفر پای ته ورساوه

محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته روان شوی دی.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي “” له کله مي چې د افغان سولې لپاره د ځانګړې استازي مسوولیت پر غاړه اخېستی، نن تر ټولو اغیزمن سفر په افغانستان کې پای ته رسوم، د امریکا متحده ایالتونه او افغانستان پر ځینو ګامونو هوکړې ته ورسیدل د مذاکرې یو ټیم او د تخنیکي ملاتړ فني ډله د وروستۍ کېدو په حال کې ده.

خلیلزاد ویلي له دوحې وړاندې به اسلام آباد ته ځي او هلته به پاکستانیو چارواکو سره ګوري.

هغه د خپل ټویټ پر دوام زیاته کړې “” له دوحې وړاندې په اسلام آباد کې لنډ تم کېږم او په دوحه کې به که طالبانو خپل کارونه ترسره کړي وي موږ به هم خپله برخه ترسره کړو او هغه توافقنامه به وروستۍ کړو چې موږ پرې کار کړی دی.

بلخوا تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم  ویلي چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

افغان حکومت هم اعلان کړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره یې یو پلاوی جوړ کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.