خلیلزاد: افغان سولې بهیر کې سهي روان یم

خلیلزاد: افغان سولې بهیر کې سهي روان یم

 

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل سفر پای ته ورساوه.

خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ ټویټر باندې لیکلي، چې د افغانستان د سولې بهیر کې ښه روان دی.

د هغه په ټویټ کې راغلي: ” تر  ډېره د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان اقدامات داسې برېښي، چې مونږ کولای شو د سولې بهیر کې ترې ګټه پورته کړو ”

خلیل‌زاد د جنورۍ له اتمې څخه سیمې ته سفر پیل کړی وو چې په ترڅ کې یې عربي متحده اماراتو، هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړ

هغه پاکستان ته ځکه خپل سفر ګټور بللی، چې د هغه هېواد له جګپوړو چارواکو سره يې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.