خلیلزاد: افغان منځه خبرې د طالبانو او امریکا تر توافق وروسته پيلېږي

خلیلزاد: افغان منځه خبرې د طالبانو او امریکا تر توافق وروسته پيلېږي

محور؛ پیلنۍ، د اسد میاشتې شپږمه: د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د باندنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته به افغان منځه  ” بین الافغاني  ” خبرې پيل شي.

نوموړي څرګنده کړې، د داسې یو پلاوي پر جوړېدو چې هغه کې لوړ پوړي حکومتي چارواکي، سیاسیون، مېرمنې او د ګوندونو استازي موجود وي، کار په چټکۍ سره روان دی.

تېره ورځ هم د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په یوه پیغام کې څرګنه کړې وه چې ممکن د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې، تر راتلونکو دوو اونیو پیل شي.

رحیمي نه ده په ډاګه کړې چې دغه خبرې به چېرې پیلېږي، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ممکن د حکومت د استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په یو اروپايي هېواد کې چې ممکن ناروې به وي، ترسره شي.

خلیلزاد دا یوه اوونۍ کېږي چې کابل کې دی او دلته یې له مختلفو جریانونو سره د سولې په اړوند خبرې کړې  دي.

خو طالبانو یو ځل بیا رد کړې چې حکومت سره به مخامخ خبرې نه کوي

Leave a Reply

Your email address will not be published.