خلیلزاد: امریکا سوله ییز افغانستان غواړي

خلیلزاد: امریکا سوله ییز افغانستان غواړي

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه ویلي: امریکا د یو سوله ییز افغانستان هیله لري.

د هغه په خبره، افغانستان کې د امریکا وروستۍ موخه سوله ده او دغه بهیر ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې کوي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د سولې بهیر کې قانوني اندېښنو ته په کتلو، دوی پر مخ روان دي.

خلیلزاد ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې بهیر کې به د افغانانو خپلواکۍ او حاکمیت ته بشپړ درناوی ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د پاکستان په سفر دی او هلته یې د دغه هېواد له ګڼو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

پاکستانیو چارواکو ژمنه کړې، چې طالبان به له افغان حکومت سره  مخامخ خبرو ته کېنوي، هغه څه چې تازه طالبانو بیا رد کړي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.