خلیلزاد: اووم پړاو مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی

خلیلزاد: اووم پړاو مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د قطر اووم پړاو مذاکراتو کې يې حیاتي او مهم پرمختګ کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: دا پړاو خبرې له هغو نورو پړاوونو زیاتې ارزښتانکې وې او د زیات پرمختګ شاهدان وو.

هغه څرګنده کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو په خاطر د دوی او طالب استازو ترمنځ خبرې دوه ورځې ځنډېدلي چې د سې شنبې په ورځ به بېرته پيل شي.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم له امریکاييانو سره د خبرو د پرمختګ په اړه پر ټویټر خپل رضایت ښودلی.

بلخوا خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي، د سولې د خبرو په تړاو يې له ولسمشر غني سره نږدې یو ساعت ټلفوني خبرې کړې دي.

تېره ورځ ارګ هم ویلي و چې د قطر مذاکرات له دوی سره په همغږۍ روان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.