خلیلزاد او وېلز اسلام آباد ته ورسېدل

خلیلزاد او وېلز اسلام آباد ته ورسېدل

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی او له نوموړي سره په دغه سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز هم شته ده.

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد سفر پنځه ورځینی ښوول شوی دی.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو وغواړي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

زلمی خلیلزاد تېره ورځ له چین کابل ته راغی او دلته یې افغان مشرانو ته هند او چین ته د خپلو سفرونو په تړاو مالومات ورکړي دي.

خلیلزاد پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې طالبانو تازه له امریکا سره د سولې د خبرو اترو د بندېدو ګواښ کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.