خلیلزاد بګرام کې پر امریکايي ځواکونو برید سخت غندلی دی

خلیلزاد بګرام کې پر امریکايي ځواکونو برید سخت غندلی دی

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد چې بګرام کې پر امریکايي ځواکونو وروستي برید سخت خواشینی کړی دی ویلي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قربانیو ستایلو یواځینۍ لار داده چې پرېنښودل شي ترڅو دغه هېواد بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

 

هغه بګرام کې هغه برید چې له امله یې درې امریکايي ځواکونه ووژل شول او څلور ټپیان شول غندلی دی او ویلي دي چې ددې برید مسوولین باید مجازات شي.

 

بګرام کې پر امریکايي ځواکونو د وړمې ورځې برید په نړیواله کچه غندل شوی دی او امریکایان یې سخت غوصه کړي دي.

 

بګرام کې پر امریکايي ځواکونه دغه برید پر داسې مهال وشو چې قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ روانه ده

Leave a Reply

Your email address will not be published.