خلیلزاد بیا د افغان سولې لپاره په نوي سفر ووت

خلیلزاد بیا د افغان سولې لپاره په نوي سفر ووت

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا په نوي سفر وتلی دی.

 

هغه ویلي، په نوي سفر وتلی دی او غواړي د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او ملي اجماع سره همغږي کړي، ځکه په وینا یې د دواړه د سولې پروسه کې مهم رول لري.

 

د خلیلزاد په خبره، له طالبانو سره د سولې تر دې دمه خبرو کې يې زیات پرمختګ کړی دی.

 

هغه د طالبانو د مشر د وروستي پیغام په اړه ویلي، د طالبانو پیغام ښيي چې دوی بین الافغاني خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو داسې خبرې هم پکې شته چې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

 

د خلیلزاد په خبره امریکا د جګړې د دوام او تاوتریخوالي غوښتونکې نه ده او په دې لټه کې ده، چې ژر تر ژره افغان جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري.

 

د زلمي خلیلزاد دا اووم سفر دی او دوه اونۍ به دوام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.