خلیلزاد د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی دی

خلیلزاد د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ور بللی دی.

 

لوېدیځې رسنۍ وايي، د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې خلیلزاد ځکه ور بللی چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ترې جزییات وغواړي.

 

څه موده وړاندې د امریکا سنا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو غوښتي و چې خلیلزاد ته اجازه ورکړي تر څو دوی سره د افغان سولې د بهیر په اړه د پټو دروازو تر شاه مالومات شریک کړي.

 

یوازې د امریکا سنا نه، بلکې له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي جیمز سټولټبنرګ او ځينو نورو هېوادونو په خلیلزاد شک کړی و چې د سولې بهیر يې ځانته روان کړی دی او دوی چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي، جزییات ورسره نه شریکوي.

 

د امریکا سنا مجلس پر داسې مهال د سولې په اړه د جزییات ورکولو په هدف خلیلزاد ور بللي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، واشنګټن کې نیوکه و کړه چې خلیلزاد د سولې پروسه کې افغان حکومت څنډې ته کړی دی او د خپلو شخصي ګټو پر پاللو بوخت دی.

 

د حمدالله محب دغه دریځ په پراخه کچه له هرکلي سره مخ شو او زلمی خلیلزاد اړ شو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو جزییات له افغان حکومت سره له نږدې شریک کړي.

 

ولسمشر محمد اشرف غني هم په وار وار ټینګار کړی چې د بندو دروازو تر شا سوله ورته د منلو وړ نه ده او هېڅکله به یې ومني.

 

هغه ویلي و: تر هغه چې د سولې بهیر مشري او مالکیت د افغان حکومت په لاس کې نه وي، د سولې هېڅ راز خبرې به بریالۍ نه شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.