خلیلزاد: د اووم پړاو خبرو ټول جزییات غني سره شریک شوي

خلیلزاد: د اووم پړاو خبرو ټول جزییات غني سره شریک شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره د اووم پړاو مذاکرات ټول جزییات یې له حکومت او ولسمشر غني سره شریک کړي دي.

 

خلیلزاد باور ښودلی هیله مند دی چې د سولې مذاکرات د حکومت له استازو سره هم پیل شي.

 

نوموړي څرګنده کړې چې د سولې مذاکراتو کې يې زیات پرمختګ کړی دی او هڅه يې دا ده چې په پاتې مواردو هم چټک پرمختګ وکړي.

 

هغه دا هم ویلي، که ډاډه شو چې له افغانستان څخه امریکا ته خطر نه پېښېږي او د افغانستان خلک هم وغواړي، امریکا تیاره ده چې خپل سرتېري له افغانستان څخه بهر کړي.

 

خلیلزاد د اووم پړاو روانو مذاکراتو کې د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.