خلیلزاد د جرمني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي

خلیلزاد د جرمني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۱۹ مه:

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمی خلیلزاد د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هېکو ماس سره کتلي دي.

د رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته د افغان سولې په تړاو مالومات ورکړي دي.

خلیلزاد ویلي: د افغان سولې اړوند د جرمني د هڅو ملاتړ کوي.

جرمني چارواکو هم ټینګار کړی چې له افغان سولې ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې وړاندې  داسې ویل شوي وو چې ممکن د افغانانو ترمنځ خپلمنځي ناسته جرمني کې جوړه شي.

د قطر وروستۍ بین الافغاني ناسته هم د جرمني په نوښت جوړه شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.