خلیلزاد: د سولې خبرو کې باید د ښځو حقوق خوندي وي

خلیلزاد: د سولې خبرو کې باید د ښځو حقوق خوندي وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو کې باید د مېرمنو اساسي حقوق خوندي وي دي او دې ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه ټینګار کړی چې افغان مېرمنې باید د بین الافغاني مذاکراتو اساسي جز وي.

قطر کې د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ له تېرو نږدې دوو اونیو راهېسې خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې کومه محسوسه پایله نه ده څرګنده شوې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي: قطر کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د چا پر ضد افغانستان د خاورې په نه کارولو خبرې روانې دي.

امریکا او نړیوالې ټولنې بیا ټینګار کړی چې د سولې خبرې باید ژر تر ژره له افغان حکومت سره پيل شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و: تر هغه چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل نه شي، د دغه بهیر بری به ناشونی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.