خلیلزاد: د سولې له توافق وروسته به هم له افغان ځواکونو دفاع وکړو

خلیلزاد: د سولې له توافق وروسته به هم له افغان ځواکونو دفاع وکړو

محور؛ دوشنبه، د وږی میاشتې ۴ مه:

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې امریکا له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې بندوي.

خلیلزاد ویلي، مونږ اوس هم او د سولې له توافق وروسته هم له افغان ځواکونو سره مرستې جارې ساتو.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په مسله کې ښکېل ټول لوري توافق لري چې د افغانستان مسله باید د بین الافغاني مذاکراتو له لارې مشخص شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.