خلیلزاد د سولې مشورتي جرګې هرکلی کړی

خلیلزاد د سولې مشورتي جرګې هرکلی کړی

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېر ماښام په ولسمشرۍ مانۍ کې له جمهور رییس غني سره کتلي دي.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: د ولسمشر غني لخوا د سولې د مشورتي لویې جرګې رابلل نېک ګام دی او مونږ یې ملاتړ کوو

خلیلزاد ویلي د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړ شي

بلخوا د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي او په سوله یې بحث کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.