خلیلزاد د طالبانو پسرلني عملیات غندلي دي

خلیلزاد د طالبانو پسرلني عملیات غندلي دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو  وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو تازه اعلان شوي پسرلني عملیات سخت غندلي دي.

 

خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې د طالبانو دا کړنه د سولې د بهیر پر  او د حکومت د عملیاتو پروړاندې نامسووله عکس العمل دی.

نوموړي ټینګار کړی چې تشدد د حل لار نه ده او افغانان باید د سولې بهیر ته کېني.

 

خلیلزاد طالبان ننګولي چې د پسرلنیو عملیاتو په اعلان سره یې، د افغانانو د سولې برحقې غوښتنې نه نه  وویل! ځکه په وینا یې دغه کار به د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړي.

 

هغه ویلي چې د طالبانو د عملیاتو اعلان به تلفات لا زیات کړي او تاوتریخوالی به وزېږوي

 

د خلیلزاد په خبره، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان وښوده چې د هغوی مشران لا هم په ماضي کې بند پاتې دي.

خلیلزاد همدا راز پر پاکستان، قطر او نورو هېوادونو غږ کوم چې د طالبانو دغه کړنه سخته  وغندي.

 

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې امریکا او ملګري به یې د افغان امنیتي قواوو تر څنګ ودرېږي، څو په افغانستان کي جنګ ختم کړي. هغه وړايي، په عین زمان کې،‌ مونږ به خپلو هغو کوښښونو ته دوام ورکړو چي هدف يې د مذاکراتو مېز ته د جنګي طرفونو راکشول دي.

 

د طالبانو د پسرلنیو عملیات اعلان له کلک غبرګون سره مخ شوي دي، تېره ورځ افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان ویلي و چې طالبانو د عملیاتو اعلان وکړ، مونږ هم جګړې ته تیار یو او د افغان ځواکونو لاس نیوی به کو.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.