د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: قطر کې له طالب استازو سره درې ورځینۍ خبرې ګټورې وې.
هغه همدا راز ویلي، چې د سولې بهیر برخه کې ورو او په تدبیر ګامونه پورته کوو
د خلیلزاد په خبره، قطر کې لا هم مذاکرات روان دي او کابل کې هم له طالبانو سره د مخامخ بین الافغاني خبرو په هدف، یو ټولشمولی ملي ټیم د جوړېدو په حال کې دی.
ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې درې ورځې مذاکراتو کې يې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په څرنګوالي او د سولې تر تامین وروسته د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارېدو په اړه خبرې شوې دي.
Leave a Reply