د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي: د مسکو ناسته کې له مونږ سره مشوره نه وه شوې او ممکن پایلې يې هم مثبتې نه وي.
خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: طالبان باید له افغان حکومت د سولې خبرو ته کېني او که طالبان په دې ټینګار وکړي چې له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، ممکن دغه بهیر لا زیات پېچلی شي
هغه له افغان حکومت هم وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف کې یو ملي او ټولشموله ټیم جوړ کړي.
نوموړي زیاته کړه چې طالبان اسلامي امارت نه غواړي خو حکومت کې مشارکت غواړي
خلیلزاد وویل: د واک وېش کې دی کار نه لري؛ خو په خبره یې که افغان د سولې ښکېل لوري وغواړي دی چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
Leave a Reply