د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي امریکا افغانستان کې د یوې جامع او ټولمنلې سولې په لټه کې ده، نه د ځواکونو د وتلو.
خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی، تر هغه چې په ټولو مواردو توافق ونه شي، په هېڅ شي به توافق ونه شي.
د خلیلزاد له دریځ یوه ورځ وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د یوه ټویټ له لارې ادعا کړې وه چې امریکایانو ورسره منلې تر څو خپل ټول سرتېري به له افغانستان څخه باسي.
Leave a Reply