خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي دي او د افغان سولې په بهیر یې ورسره خبرې کړې دي.

 

خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر ته ویلي: ټولې پاکستانۍ ادارې باید له افغان سولې بهیر سره د مرستې او همکارۍ په تړاو همغږې و اوسي.

 

هغه همدا راز له پاکستان غوښتي چې له افغان سولې بهیر سره دې خپله همکاري زیاته کړي.

 

زلمي خلیلزاد ویلي د سولې بهیر بري په خاطر د پاکستان رول خورا مهم دی

 

باجوه خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 

پاکستان وړمه ورځ پاکستان ته تللی دی چې تر اوسه له ګڼو پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.