د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبان تورن کړي چې ګنې افغانستان کې تشدد زیاتوي.
خلیلزاد په یوه تازه ټوېټ د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې لیکلي: د افغانستان جګړه مونږ نه ده تپلې، بلکې لسیزې کېږي افغانان د جګړې په اور کې سوځي، چې لسګونه زره ملکیانو په کې خپل ژوند بایللی دی.
خلیلزاد ویلي چې د افغانانو لپاره دا لومړیتوب دی تر څو د جګړې پر ځای د پرمختګ په اړه فکر وکړي.
Leave a Reply