خلیلزاد قطر کې اووم پړاو مذاکرات پای ته ورسول

خلیلزاد قطر کې اووم پړاو مذاکرات پای ته ورسول

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دوه ورځیني ځنډ وروسته نن سهار قطر کې یو ځل بیا له طالب استازو سره کتلي دي.

خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نن سهار يې له طالبانو سره کتلي دي او اوس روان دی چین ته.

نوموړي څرګنده کړې چې له چین وروسته به امریکا ته ځي او د خپلو کړنو راپور به امریکايي چارواکو ته وړاندې کوي.

زلمی خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره په اووم پړاو مذاکراتو بوخت و.

تر اوسه مالومه نه ده چې زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره کومو مواردو کې هوکړې ته رسېدلی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.