د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېرې اتلس کلانې لاسته راوړنې باید د سولې پروسه کې د بنسټ په توګه استفاده شي.
خلیلزاد ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې پروسه کې به ګټونکی څوک وي؟ وویل، مونږ داسې یوې سولې ته رسېدل غواړو چې دواړه لوري، افغان حکومت ـ طالبان ځانونه ګټونکي وبولي.
هغه و ویل، طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني، خو مونږ او نړیوال هېوادونه يې د یو مشروع دولت په توګه پېژنو
نوموړي څرګنده کړې چې د حکومت په شمول ټولې خواوې باید په ګډه سره کېنې او د راتلونکې په اړه خپل نظریات شریک کړي.
Leave a Reply