خلیلزاد: له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی

خلیلزاد: له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارووزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره یې په ۴ مواردو کې رښتینی پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړې چې امریکا اوس د هغو څلورو مواردو د عملي کېدو په کړنلارې کار کوي چې پرمختګ یې په کې کړی دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر به له طالبانو سره اتم پړاو خبرې هم پیل شي.

خلیلزاد ډاډ څرګند کړی چې له طالبانو سره یې د ترهګرۍ ضد مبارزې مسایلو کې زیات څه تر لاسه کړي دي چې ترې راضي یوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو ژمنو عملي کېدو پورې تړاو لري.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې خبرو کې به مېرمنو ته زیاته ونډه ورکړي.

تر دې وړاندې تېره ورځ د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي و چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکايي ځواکونو کاږل به ستراتیژیکه تېروتنه وي.

بلخوا زلمی خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې چهارشبنه او پنجشنبه یې د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره بجینګ کې کتلي دي او پر سوله یې ورسره بحث کړی دی.

خلیلزاد ویلي چې په دې لیدنه کې يې افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمېدو او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو پيل په تړاو بحث کړی دی.

په همدې حال کې طالب استازي عباس ستانکزي په خپله تازه مرکه کې ټینګار کړی چې جاپان دې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ضمانت کې دوی سره مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.