خلیلزاد له عمران خان سره کتلي دي

خلیلزاد له عمران خان سره کتلي دي

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې لسمه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له  وزیر شا محمود قریشي سره کتلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي: دواړو خواوو پر افغان سوله او د سولې په راتلونکو پروګرامونو بحث کړی دی.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د افغانستان د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به خپله افغانان کوي.

سرچینې وايي، خلیزاد به د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې اتم پړاو خبرې بیا پیلوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ممکن له امریکا سره د اوونۍ تر پایه یوې هوکړې ته ورسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.